ډاکټر مزمل ستانکزی
ډاکټر مزمل ستانکزی (زیږیدلی ۱۳۷۱ لمریز، لوګر) د کابل پوهنتون څخه MD MBBS لري. د داخلي طب او سونوګرافۍ تخصص لري او له ۱۳۹۸ راهیسې د خلکو روغتیايي خدمت کوي.
د مشورې برخې
تنفسي سیسټم
سړه، ټوخی، دمې
زړه او فشار
فشار، د زړه ضربان
هضمي سیسټم
معدې، کولمو، تیزابیت
انتاني ناروغۍ
تبه، انتانات
پښتورګو
ادراري عفونت
سونوګرافي
الټراساونډ معاینات
مغزي او اعصابي
سر دردونه، عصبي دردونه
هورموني
شکر، تایرایډ
فیس جمعه کول
HesabPay
HesabPay ته په 08182812 فیس جمع کړئ
MTN MoMo
MTN MoMo ته په 08182812 فیس جمع کړئ
مهم لارښوونه
د مشورې دمخه فیس جمع کړئ او سلیپ واټس اپ ته واستوئ. یوازې د تصدیق وروسته مشوره ورکول کیږي.
کتنځی
کابل کتنځی
لوګر کتنځی
@mozamilstanikzi
ټول وروستي طبي تګلارې، پوسټونه او د روغتیا لارښوونې زموږ انسټاګرام پاڼه کې وګورئ
انسټاګرام خلاص کړئد ډاکټر مزمل ستانکزی بشپړه پیژندنه
مزمل ستانکزی د ۱۳۷۱ لمریز کال د حوت په ۱۲مه د لوګر ولایت مرکز د کمالخیلو په کلي کې نړۍ ته سترګې وغړولې. د ژوند لومړنۍ زده کړې یې د خپل کورنی او کلی کی ترسره کړی او ابتدایه زده کړی د کډوالۍ پر مهال په پاکستان کې ترسره کړې، خو وروسته له راستنېدو خپل ګران وطن ته، د ښوونځي دوره یې د کمالخیلو په متوسطه ښوونځي کې بشپړه کړه.
هغه د لیسې زده کړې تر یوولسم ټولګي پورې لوګر ولایت د کلنګار جهادي لیسه کې پر مخ یوړې، او دولسم ټولګی یې د کابل ښار په استاد بیتاب لیسه کې په ۱۳۹۰ کال کې په بریالیتوب سره پای ته ورساوه. د کانکور له ازموینې وروسته، د کابل د معالجوي طب پوهنځي ته بریالی شو او دغه مهم پړاو چی د ایم ډی تر کچی له ۱۳۹۱ څخه تر ۱۳۹۷ لمریز کال پورې بشپړ کړ چی تر څنګ یی د عمومی داخلی او سونوګرافی برخه کی زده کړی تر سره کړی.
نن ورځ، ډاکټر مزمل ستانکزی د روغتیا او طبابت په ډګر کې یو فعال، ژمن او د باور وړ ډاکټر بلل کېږي. هغه د ناروغانو د دقیق تشخیص او اغېزمنې درملنې لپاره له عصري طبي معیارونو څخه ګټه اخلي او د خلکو د روغتیا پوهاوي لوړول يې تر ټولو مهم هدف دی.